تازه خبرونه

بنیاد بیات په کابل کې پر سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۲)

بنیاد بیات د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار پر سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.

بنیاد بیات له اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل د ختیځ لوري پر اړمنو کورنیو  اوړه، غوړي، وريجې او جامې ووېشلې.

د بنیاد بیات مرستیال حاجي محمد اسماعیل ويلي، چې د دغو مرستو د وېش موخه د اړمنو کورنيو لاس نیوی دی.

هغو اړمنو، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي د بنیاد بیات له مرستو خوښ دي او له نورو خیریه موسسو څخه هم غواړي، چې په دې سختو حالاتو کې له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

د کابل د ختیځې سیمې یو شمېر اوسېدونکيو ويلي؛ د بنیاد بیات له لوري دغه مرسته په داسې حال کې کیږي چې خلک په رښتیا هم له هر ډول مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې د بنیاد بیات دا مرستې به د ژمي تر پایه په کابل او د هېواد په ولایتونو کې روانې وي.

 

Trending

Exit mobile version