تازه خبرونه

بهرنيان د شدیدو مداخلو او په هېواد کې د نفاق اچولو هڅې کوي-حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالی شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د پنځم تلین په نمانځغونډه کې  پخوانی ولسمشر حامد کرزی وویل، چې بهرني هېوادونه د شدیدو مداخلو او په هېواد کې د نفاق  اچولو په هڅه کې دي خو افغانان باید خپله بیداري وساتي.

کرزی وایي، جهادي مشران او افغانان باید د امریکایي ځواکونو بمبارد لکه پرافغانسنان د پخواني شوروي د سرو لښکر د یرغل په څیر ناروا وبولي.

د برهان الدین رباني د پېنځم تلین نمانځغونډه کې مړ دې وي کرزی شعار ورکړشو او دا غونډه د څو دقیقو لپاره له کړکیچ ډکه شوه؛ خو هغه په خپل سیاسي حرکت سره وکړای شول غونډه مدیریت کړي.

چا، چې د کرزي ضد شعار ورکړ، کرزي ور سره روغبړ وکړ او خپله چپن یې هم ورته ډالۍ کړه.

حامد کرزي په ډاګه کړه؛ باور لري، چې بهرنیان په افغانانو کې په بې مخینې ډول نفاق اچوي.

حامد کرزی وایي، طالبان به ضرور سولې ته غاړه ږدي.

هغه دا هم وویل: ما طالبانو ته وروڼه وویل؛ خو تاسې په غصه شوئ، حزب اسلامي مې ورور وګاڼه، راغی او سوله یې وکړه. طالب هم د دې خاورې یوه برخه ده او د سولې بهیر ته به راشي.

حامد کرزي په خپل حاکمیت کې هم د ناتو او امریکایي ځواکونو له پوځي تحرکاتو سره مخالفت ښکاره کړی و او هم د هغه په ولسمشرۍ کې د کابل او واشنګتن اړیکې له کړکیچونو او ناندریو ډکې وې.

د یادونې وړ ده، چې د ولسمشر حامد کرزي په ولسمشرۍ کې د سولې عالی شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني له طالبانو سره د سولې د هڅو قرباني شوی دی.

Trending

Exit mobile version