تازه خبرونه

بهرني استخبارات له يوې مياشتې ډېر د هلمند جنګ غزولی نشي- حيات

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې د تېرو شاوخوا لس ورځو راپه ديخوا وسلوالو طالبانو د لښکرګاه ښار پرامنيتي کمربندونو جګړو ته زور ورکړی دی.

د هلمند والي وايي، بهرني استخبارات به ونه شي كولى، چېله يوې مياشتې ډېر د هلمند جنګ ته دوام وركړي.

د هلمند والي حیات الله حيات وايي، په هلمند او يو شمير نورو سيمو كې جګړو؛ ځكه زور اخيستى، چې غواړي د افغانستان وروستې لاسته راوړنې پيكه كړې، خو وسلوال طالبان به هيڅكله خپلې موخې ته ونه رسيږي.

د هلمند والي زیاتوي؛ د بروکسل وروستي کنفرانس ترڅنګ په هېواد کې ځينې نور اقتصادي پرمختګونه هغه عوامل دي، چې وسلوالو د سيمې د استخباراتو په لارښوونه د نورو  ولايتونو ترڅنګ په هلمند کې هم  خپلې جګړې ته زور ورکړی دی.

هغه وايي ښايي دا جګړه په همدې شدت شاوخوا څلوراوونۍ نوره هم دوام وکړي او له هغې وروسته به دا جګړه سړه شي او د وسلوالو طالبانو زوال به پيل شي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردوقومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزی وايي، چې وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړي.

د پوليسو د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وایي وسلوالو طالبانو ته سخت ګذارونه ورکړ شوي او اوس هم  ترهوايي او ځمکنيو بريدونو لاندې دي.

بايد وويل شي، چې د پنجشنبې په ورځ هم د لښکرګاه په بولان سيمه كې  د درېيمې حوزې  په سيمه کې د سخته جګړه روانه وه .

۲۱۵ ميوند قول اردود مطبوعاتي دفترپه وينا؛ په همدې جګړه کې ۳۶ وسلوال طالبان وژل شوي،۱۷ ټپيان او۴ ژوندي نيول شوي او په هوايي بريدونو کې د طالبانو څلورموترهم له منځه وړل شوي دي.

خبریال:نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version