تازه خبرونه
بهرني سرتېري پخپل مهالوېش له افغانستان څخه وځي – امریکا
سپینې ماڼۍ ویلي، چې له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو د ویستو په پلان کې هیڅ راز بدلون رانشي.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې: ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور ته لیوال دی؛ خو د کړې ژمنې له مخې، نه غواړي د دې هېواد سرتېري له سپتمبر میاشتې وروسته په افغانستان کې حضور ولري.
سپینې ماڼۍ دا هم ویلي، چې واشنګټن د ځواکونو ویستو پر ژمنې عمل کوي او د دې ځواکونو د وتو په مهالوېش کې بدلون نه راځي.
د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وایي: په څو راروانو ورځو کې به د ځواکونو د وتو بهیر بشپړ شي؛ خو مونږ د هغه مهالوېش پلي کېدو ته ژمن یو، چې ولسمشر څو اوونۍ مخکې اعلان کړی و او ټینګار شوی، چې مونږ به د ځواکونو له ویستو وروسته خپل ډیپلوماټیک حضور روان ساتو.
نوموړې که څه هم د افغانستان حالات د اندېښنې وړ بولي؛ خو وایي، چې د کابل – واشنګټن ډیپلوماټیکه همکاري به روانه وي.
د امریکا دفاع وزیر هم ویلي چې نور په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي حضور پای ته رسېدلی.
د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین له خپل جرمن سیال سره په لیدنه کې د امریکا شل کلن ماموریت پای ته رسېدلی ګڼي او وایي: اوس زمونږ شل کلن ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی، هلته، چې جرمني په کې یو همکار و. امریکایي او جرمن سرتېرو په افغانستان کې ګډه قرباني ورکړې ده.
دغه راز اسوشیټیډ پرس څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې امریکایي سرتېري درې ورځې وروسته د بګرام پوځي اډې مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري.
همدارنګه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل له دې هېواد سره د همکاریو د پای معنا نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د ایرینا کمپ مسوولیت له ایټالوي ځواکونو څخه افغان پوځ ته ولېږدول شو او له جرمني وروسته ایټالیا دوه یم هېواد شو، چې خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي.
