تازه خبرونه

بهرني هوایي شرکتونه کولی شي نړیوالې الوتنې بیا پیل کړي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د تلې ۴ / د سپټمبر ۲۶ څرګنده کړې، چې د کابل په هوایي ډګر کې ټولې تخنیکي ستونزې حل شوي او بهرني هوایي شرکتونه کولی شي سوداګریزې الوتنې بیا پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د کابل هوايي ډګر اوس د هر راز پروازونو لپاره بشپړ چمتو شوی دى.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له هغو هېوادونو، چې پخوا يې کابل ته الوتنې لرلې د پخوا په څېر خپلې الوتنې پیل کړي، چې د بند پاتې او نورو مسافرو  ستونزې حل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ټولو شرکتونو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له راتګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل ته ټولې نړیوالې سوداګریزې الوتنې درېدلې وې.

Trending

Exit mobile version