تازه خبرونه

بهرني هېوادونه مو د اوسپنیزو تولیداتو خنډ شوي- پیمان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، په دې روستیو کې د اوسپنې د تولید په برخه ۱۴ فابریکي فعالیت لري، چې له د رې ننگونوسره مخ دی.

دغه ټولنه ټینگار کوي، چي په ځلونو له دولتی چارواکو سره دغه خبره شریکه شوې؛ خو اوس هم ستونزې نه دي حل شوي.

د صنعتکارانو ټولنې رییس سخي احمد پیمان وايي: ښايي لس فابریکی نورې هم د اوسپنې د وېلی کولو کار پیل کړي.

د نوموړي په وینا؛ د وسپنې د وېلي کولو په برخه کې ۶۵۰ میلیون دالرو په ارزښت پانگونه شوي؛ تولیدات به مو په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰۰ ټنو ته لوړ او ۷۰ سلنه ستونزې مو هم په کورنیو تولیداتو حل کیږي.

ښاغلی پیمان زیاتوي:

که دولت د بهرنیو د وژونکي سیاست، چې د افغان فابریکو په وړاندې روان دی مخه ونه نیسي؛ نو ښايي د یو شمېر فابریکو ورونه وتړل شي. دولت باید له خپلو کورنیو پانگوالو ملاتړ وکړي.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي:

سوداگرۍ وزارت چموتو دی، چې نه یوازی د اوسپنې په برخه کې؛ بلکې ټول اړخونه باید له خپلو تولیداتو گټه پورته کړي او هغه توکی، چې په کور دننه تولیدیږي د هغو د  واریدولو تعرفه به هم لوړه شی.

صنعتکاران له دولت څخه د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د منظمې برښنا نشتون، پر بهرنیو توریدیدونکیو توکو د تعروفی لوړ والي غو ښتنه کوی او له دولت څخه غو ښتنه کوي، چې پخپلو بنسټونو کې له کورنیو تولیدا تو استفاده وکړي، چې د کورنيو تولیداتو ملاتړ وشي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version