سیمه ییز خبرونه

بهرني ځواكونه بايد خپل تجهيزات افغان ځواکونو ته وسپاري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشر دويم مرستيال وايي، بهرني ځواكونه بايد له افغانستان څخه تر وتو وروسته خپل تجهيزات ويجاړ نه كړي او نه يي هم له ځان سره وليږدوي.

نوموړي چې له پوځي ملي اكاډمي څخه د فارغ شويو افسرانو د فراغت پر مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې كولې، زياته كړه، افغان امنيتي ځواكونه پرمختللو تجهيزاتو ته اړتيا لري او دا تجهيزات بايد په هر ډول چې، وي د دوی په واك كې وركړل شي.

په وروستيو كې داسې راپورونه خپاره شول، چې امريكايي چارواكو له پاكستاني چارواكو سره خبرې كړي څو د اوو ميليارد ډالرو په ارزښت له افغانستان څخه د خپلو ويستل شويو تجهيزاتو يوه برخه په وړيا توګه پاكستان ته وركړي.

د افغان ولسمشر دويم مرستيال محمد كريم خليلي د ملي پوځي اكاډمي د فارغ شويو افسرانو د فراغت په غونډه كې د امريكا او ناټو ځواكونو پر دې دريځ د نيوكې تر څنګ غوښتنه وكړه، چې دا تجهيزات افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

د كورنيو چارو وزيرمحمد عمر داوودزی هم پاكستان ته په افغانستان كې د مېشتو نړيوالو ځواكونو د تجهيزاتو پر سپارلو نيوكه وكړه او ټينګار يي وكړ، چې افغان ځواكونه د دې وړتيا لري، چې له دې تجهيزاتو څخه استفاده وكړي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح هم بهرنيو ځواكونو ته خبردارى وركوي، چې كه افغان ځواكونه يواځې پرېږدي، بل خطر به نړۍ وګواښي.

مخكې له دې په افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ويلي و، چې افغان ځواكونه د دې توان نه لري، چې د دوی له تجهيزاتو څخه استفاده وكړي او كه ورته وسپارل شي، نو ښايي د دښمن لاسونو ته ولوېږي.

Trending

Exit mobile version