تازه خبرونه
بهرنیو ځواکونو په پروان ولایت کې بمبارد نه دی کړی- جنرال مموزی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
یو شمېر لاریون کوونکیو نن سهار په پروان ولایت کې ادعا کوله، چې بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت د ځايي اوسیدونکیو د شورا د رییس پر کور بمبارد کړی.
د پروان ولایت امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزي وایي، چې د کورونو تلاشي د افغان امنیتي ځواکونو له همغږۍ سره سمه تر سره شوې ده.
د نوموړي په وینا په دې عملیاتو کې د وسلو یوه زیرمه هم سوځوړل شوې ده.