تازه خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په سهارنۍ چاودنه کې د خپل موټر چلوونکي وژل کیدل تائید کړل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ومنله، چې د دې وزارت یو موټر چلوونکی د سې شنبې پر سهار هغه مهال ووژل شو، چې پر لنډ کروزر موټر یې د ماین چاودنه رامنځته شوه.

پیښه نن سهار ۹:۲۰ د کابل ښار د ۱۶ ناحیې د لومړي مکروریان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو هغه مهال ویلي وه، چې په دې پېښه کې یو کس ټپي شوی دی.

بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې مخکې په ډاګه کړه، چې موټر د دوی د وزارت و او د دوی یو موټرچلوونکی په کې وژل شوی دی.

دا په کابل کې د سې شنبې د ورځې د سهارنیو دوه مرګونو بریدونو لومړی هغه و.

له دې چاودنې لږ وروسته ناڅرګندو وسلوالو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د میدان وردګ د ریاست څلور کارمندان هغه مهال ووژل، چې پر کرولا موټر یې ناڅاپه ډزې وشوې.

دا پېښه د کابل د ۵ ناحیه د باغ داود په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د تېر پر څېر د نننیو دوه بریدونو مسوولیت هم چا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version