تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت د مافیا لاسونو ته لویدلی
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون په ډاګه کړې، چې: بهرنیو چارو وزارت د مافیا لاسونو ته لویدلی او زیاتره دیپلوتان او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي د حکومتي چارواکو خپلوان او د ملي شورا د یو شمېر غړیو لخوا ورپېژندل شوي دي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون غړی زمرک پادخوابي وایي: بهرنیو چارو وزارت د مافیا په منګولو کې دی؛ مونږ خپلې څېړنې په دې اړه بشپړې کړي، د یو شمېر دیپلوماتانو نوملړ، چې مو غوښتی و رالیږل شوی ندی؛ خو هغه کسان، چې وړتیاوې نلري د مسلک خلاف بهرنیو هېوادونو ته د استازیو په توګه روان دي.
بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې ردوي او په وزارت کې پر سمونونو ټینګار کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي: د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکیو قانون اوس وروستی شوی او له اړوند بنسټونو سره پرې خبرې شوې دي. د دغه قانون پر بنسټ اصلاحات رامنځته شوي. هغوی، چې یې په اړه ځانګړې څرګندونې کوي، باید په دې اړه اسناد وړاندې کړي.
ولسمشر غني یوه میاشت مخکې د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته خبرداری ورکړی و، چې په بهرنیو چارو وزارت کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکیو د ګمارلو بهیر اجرا کړي. دا په داسې حال کې ده، چې له یوه کال راهیسې بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لخوا اداره کیږي او په اړه یې بېلابېلې اندېښنې هم را رامنځته شوې دي.
خبریال: لیدا نیازۍ