تازه خبرونه

بهرنیو ځواکونو په فراه کې ۳۵ وسلوال طالبان بمبارد کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په فراه کې امنیتي ځواکونو ویلي، چې د طالب قومندان مولوي عبدالعزیز په ګډون ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ویلي، چې د پرېکنده ماموریت هوایي ځواکونو د پنجشنبې پر سهار( د لیندۍ ۲۲) د دغه ولایت د شیخانو کاریز په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو یوه ستره ډله بمبارد کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې په دې برید کې۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوایي برید کې دوه وتلي وسلوال قومندانان هم وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دغه برید په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي؛ خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي تېره ورځ ویلي وه؛ طالبانو د فراه ولایت شیبکوه ولسوالي، چي له درې میاشتو راپدیخوا د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې وه ونيولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا وسلوالو طالبانو پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي او په فراه کې میشت ناتو سرتېرو هم پر وسلوالو طالبانو بېلابېل بریدونه تر سره کړي دي.  

Trending

Exit mobile version