تازه خبرونه

بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو له پیلیدو ډاډ څرګند کړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو لپاره هڅې پیل شوي او کیدی شي، چې د سولې خبرې ډېر ژر بیا پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هیله من شوی؛ لیرې نده، چې مونږ د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل لیدونکي شو.

د ځینو راپورونو له مخې؛ دا دوه یمه ورځ ده، چې طالب استازي په اسلام آباد کې دي او د پاکستان له حکومتي چارواکو سره خبرې کوي.

خبري سرچینو په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې طالب استازي به دوه ورځې نور هم په اسلام آباد کې وي او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي اسازي زلمي خلیلزاد سره ځانګړې ناستې لري. دا  له روسیې، چین او ایران وروسته څلورم سفر دی، چي د سیمې هېوادو نو ته تر سره کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي؛ سوله لومړیتوب دی او هیله من یو، چې پاکستان په دې اړه رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره ورځ له طالبانو څخه د پاکستان کوربتوب له نړیوالو اړیکو سرغړونه یاده کړه او ویلي یې دي، چې طالبان اوس هم په تاوتریخوالي کې لاس لري او کوبتوب باید ترې ونشي.

د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې څه ناڅه یوه میاشت مخکې  د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هغه مهال ودرولې، چې د  کابل په شش درک کې یوه امریکایي سرتېری او ۱۱ افغانان ووژل شول.

Trending

Exit mobile version