تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۳) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چی له افغانستان سره خپلې ډېپلوماتیکې اړیکو ته د نړیوالو کنوانسیونونو او د دېپلوماتیکو منل شويو قوانینو له مخې چلند وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت د هغې ادعا په اړه، چې حکومت یې په یوه اعلامیه کې پر امنیتي ستونزو اندېښنه ښکاره کړې او په کابل کې یې د خپل سفارت ټولې قونسلګرۍ سر له ننه تړلي؛ څرګندوي، چې دا ادعا د افغانستان دولت له لوري څېړل کیږي.
بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د سفیر احضارولو کره نېټه او په دې اړه، چې ولې دا کار شوی؛ جزئیات ندي ورکړي، خو ډاډ څرګندوي، چې افغان دولت د پاکستان او نورو سفارتونو د دیپلوماتانو د مصئونیت خوندیتوب ته ژمن دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې ستونزې هغه مهال زور واخیست، چې افغان پوله ساتي ځواکونه په صفري پوله کې له پاکستانیو پوځیانو سره ښکېل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ(د لړم ۱۱) په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر احضار او په کابل کې یې د دوی د څو دیپلوماتانو د (سپکاوي او ځورونې) له کبله وپوښتل شو.