تازه خبرونه
بهرنیو ځواکونو د کابل- ننګرهار پرلویه لار دوه کورولا موتر سوځولي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي زیاته کړې، چې د جمعې پر ماښام( د لړم ۱۷) د کابل ـننګرهار پر لویه لار بهرنيو ځواکونو د ملکي وګړیو پر موټرو ګازي مرمۍ کارولي، چې له کبله يې دوه موتر په بشپړه توګه سوځيدلي او څلور ملکي وګړي په کې ټپيان دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي؛ د بهرنيو ځواکونو موتريز کاروان پر لار روان و او کله، چې د ملکي وګړیو موترې ورپسې روانې شوې، بهرنيو ځواکونو پرې بريد وکړ.
د همدې لویې لارې پولیسو د نوم نه ښوودلو پر شرط هم ورته معلومات وړاندې کړي دي.
بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
خبریال: رحمت الله زیارمل