سوداگري

بهر میشتې افغان سوداګر او پانګوال دې هېواد ته راستانه شي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۴۰۱)
د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي یې د سې شنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل او هېواد ته د بېرته ستنېدو پر امکاناتو ور سره بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ملا برادر افغان سوداګرو ته څرګنده کړه: په هره برخه کې، چې تاسې پانګونې ته لیواله یاست؛ اسلامي امارت چمتو او ژمن دی، چې تاسې ته د ډاډمنې پانګونې او کار زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې ملا برادر سوداګرو او پانګوالو ته وويل؛ دا د اسلامي امارت مسوولیت دی، چې د پانګوالو او سوداګرو لپاره د کار آسانتیاوې رامنځته کړي او له هغو وغواړي، چې د هېواد په بيارغونه کې مرسته وکړي.

ملا برادر ډاډ څرګند کړ؛ دا زمونږ مسوولیت دی، چې تاسې او ستاسو سوداګرۍ ته ډاډمنه زمینه برابره او دا هېواد په ګډه بیا جوړ کړو.

هغه وایي: له نېکه مرغه په ​​افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د اداري فساد ریښې وچې او له منځه تللې دي.

په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه، چې د افغانانو د کوربتوب هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version