سیمه ییز خبرونه
به بدخشان كې د ټاكنو لپاره پوځي عمليات پيل شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بدخشان ولايت په يو شمېر سيمو كې د ټاكنيزو مركزونو بشپړ امنيت ساتنې په موخه پوځي عمليات پيل شوي دي.
امنيتي چارواكي وايي، چې په دې عملياتو كې تر دې دمه ۲۶ مخالف وسلوال وژل شوي او نهه كلي له مخالفينو پاك شوي دي.
د بدخشان ولايت د دوه يم كندك قوماندان ډگرمن حيات الله وايي:
د بدخشان ولايت په يو شمېر سيمو كې د ټاكنو د وخت له رانږدې كيدو سره امنيتي ځواكونو خپل ځانگړي عمليات پيل كړي دي.
نوموړى زياتوي، دغه پيل شوي عمليات به د يمگان او شهدا ولسواليو ته هم وغزول شي.
د نوموړي په وينا، د دولت وسلوال مخالفين د بدخشان ولايت په جرم، تگاب، شهدا او يمگان ولسواليو كې ځاى په ځاى دي.
دا عمليات په داسې حال كې پيل شوي، چې د ټاكنو د ترسره كولو لپاره د گوتو په شمار ورځې پاتې دي.