سیمه ییز خبرونه
به کابل كې د دولتي ځمكو د غصب پر سر خبره تر وسلو رسېدلې ده
د كابل امنيه قومندان وايي، چې د كابل د خېرخانې كوتل په سیمه کې د ځمكې پر سر ځينو كسانو يو پر بل ډزې كړې دي، چې په دې تور يې يوولس كسان نيولي دي.
د كابل د خېرخانې كوتل سيمه، چې د ځكمې مافيا پكې خپل زور اچولى او دولتي ځمكې يې پر خلكو پلورلې دي، په تازه پېښه كې د دولتي ځمكې د غصب د هڅو په لړ كې يو شمېر وسله والو كسانو تر دعوا وروسته يو پر بل ډزې كړې دي.
د امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانكزى په پېښه كې ټپي شويو كسانو او د وسله والو د هويت په باب څه نه وايي، خو په سيمه كې عيني شاهدان وايي، چې د دولتي چارواكو نږدې كسانو د ځمكې پر سر په لانجه كې يو پر بل ډزې وكړې، چې پنځلس دقيقي روانې وې.
د دولتي او شخصي ځمكو غصب هغه ستونزه ده، چې افغان حكومت يې په مخنيوي كې پاتې راغلي دي. كابل ښاريان د ځكمې پر سر د وسله والو كسانو نښته د اندېښنې وړ بولي.
وېل كېږي د ځمكې مافيا او غاصبانو په ټول افغانستان كې نږدې درې ميليون جريبه ځمكه غصب كړې ده.