تازه خبرونه

بودجوي واحدونو د پراختیایي بودجې له ۳۸ سلنې لږ برخه لګولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د ۱۳۹۶مالي کال له پای ته رسیدو سره په یوه وخت نهه دېرش بودجوي واحدونو د خپلې پراختیایي بودجې له څلویښت سلنې لږ برخه او څوارلس نورو بیا له څلویښت سلنې پورته لګولې ده.

آریانا نیوز ته رسیدلي نوملړ ښیي؛ بودجوي واحدونو د پراختیایي بودجې له اته دېرش سلنې لږ برخه لګولې، چې په کې د مرکزي احصائیې ادارې له یوې سلنې لږ، د ژوند او چاپېریال ساتنې ادارې دوه سلنه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اتلس سلنه، ترانسپورت وزارت اووه لس سلنه برخې لګولې دي. دا هغه بودجوي واحدونه دي، چې لږه پراختیایي بودجه یې لګولې کړې ده.

د ولسي جرګې د اقتصاد کمیسیون غړی محمدهاشم وایي؛ هغو بودیجوي وادونو، چې بایر پراختیایي بورجه یې لګولې وای؛ خو یوشمېر یې په لګولو کې پاتې راغلي دي. په دوی کې کورنیو چارو وزارت اته دېرش سلنه، ملي دفاع وزارت ۳۲ سلنه او په امنیتي برخه کې له څلویښت سلنې لږ برخه لګولې ده.

په ۵۳ بودجوي واحدونو کې یوازې ۱۴ بودجوي واحدونو څه باندې۴۰ سلنه بودجه لګولې، چې د ملي امنیت ریاست اته نوي سلنه، د کډوالو چارو وزارت ۶۴ سلنه، د کرنې او مالدارۍ وزارت ۶۲ سلنه او د مالیې وزارت ۵۸ سلنه پراختیایي بودجه لګولې ده. دا هغه بودجوي واحدونه دي، چې ډېره پراختیایي بودجه یې لګولې ده.

د ولسي جرګې غړي دغه حالت ناخوښي کړي دي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې د کمیسیون غړی صدیق عثماني وایي، د بودجې د پوره نه لګولو بنسټیز علتونه ناامني، فساد او د بشپړ پلان نشتوالی دی.     

د مالیې وزارت په دې اړه خبرو ته حاضر شوی نه دی؛ خو باور کیږي، چې د بېوزلۍ او وزګارتیا له پراختیا سره د پراختیایي بودجې نه لګول به د ولس پر اوږو پروت یودروند پېټی وي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version