تازه خبرونه

بوټ جوړوونکي: د بازار اړتيا پوره کوی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بوټونو د جوړولو ټولنه وایی، هرکال هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د شپاړس میلیارد افغانیو په ارزښت بوټونه واردېږي، حال دا چې دوی کولای شي، د کورنیو بازارونو دغه اړتیا پوره کړي.

دوی وایي، تولیدات یې چې د سیمې د هېوادونو له تولیداتو حتی پورته دي، ښه بازار نه لري. له پانګونې د ملاتړ اداره(آیسا) بیا ژمنه کوي چې د افغانستان ساخت بوټونو د بازار موندنې له پاره به لازمې هڅې وکړي.

دا مهال افغانستان کې د بوټونو جوړولو شاوخوا څلور نیم سوه وړې او سترې فابریکې فعالې دي. خو د دغو فابریکو مسولین د برېښنا نه شتون، د اوبو کمی او د تولیداتو لپاره د وړ بازار نشتوالی خپلې سترې او عمده ستونزې ګڼي.

د بوټونو د جوړولو د ټولنې رییس محمد آصف وايي: «اوسمهال د بوټ جوړولو څلور سوه پنځوس فابریکې شته، که زمونږ مالي ملاتړ وشي، کولای شو خپله سوداګري پراخه او د بوټونو په برخه کې کورنۍ اړتیاوې پوره کړو.»

د بوټونو د واردولو له پاره هر کال له افغانستان څخه شپاړس میلیارد افغانۍ وزي، خو د بوټونو ځینې جوړوونکي وایی، که یې له تولیداتو ملاتړ وشي، کولای شي کورنۍ اړتیاوې پوره او آن بهر ته به صادرات ولري. دوی د برېښنا نشتوالی خپله عمده ستونزه ګڼي.

يو بوټ جوړونکی محمد ظاهر آريانا نيوز ته وويل: «مونږ بریښنا نه لرو اوس هم جنراتورونه لګوو دا له یوې خوا زمونږ لګښت لوړوي چې له همدې امله بايد موږ هره ورځ د شپږ سوو افغانیو تېل واچوو څو جنراتورونه فعال وي. له بلې خوا د کارکوونکو په اعصابو د جنراتورونو غږ بده اغېزه لري.»

له پانګونې د ملاتړ اداره یا آیسا وایی، هڅه کوي چې د بوټ جوړوونکو د ځای د کموالي او نورې شته ستونزې اوارې کړي.

څو کاله مخکې د بوټونو د جوړولو شاوخوا دوه زره فابریکې موجودې وې، خو اوس دغه کچه څلور سوه پنځوسو ته را لوېدلې. له کورنیو تولیداتو د ملاتړ ژمنه تل د ملي یووالي حکومت مشرانو کړې، خو صنعت کاران وایي، د شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره د حکومتي مشرانو ژمنې یوازې د خبرو په حد کې پاتې شوې او تر اوسه یې عملي اړخ نه دی پيداکړی.

خبرياله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version