تازه خبرونه

بيات بنسټ د سټارکي بنسټ په مرسته کڼو ته د اورېدو آلې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنسټ په کابل کې د دويم ځل لپاره اتو سوو کڼو کسانو ته د اورېدو ځانګړې آلې ووېشلې. د دغه بنسټ مسولین وایی، دغه پروګرام په څلورو پړاوونو کې عملي شوی چې په وروستي پړاو کې دغو کسانو ته د اورېدو آلې ووېشل شوې.

د اورېدو ځانګړې آلې هغو کسانو ته چې هېڅکله يې غږ نه دی اورېدلی، د غږ د اورېدو توان ورکوي.

د بیات بنسټ مشر احسان الله بيات وایی، دغه پروګرام د ستارکي موسسې په همکاري په پام کې نیول شوی چې له تېر کال څخه تر اوسه په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې څه باندې دوو زرو کسانو ته د اورېدو آلې وېشل شوې دي.

 دغو کسانو په درې پړاوونو کې د غوږ د اورېدو روغتیایي آزموینې او قالب بندي لیدلې.

د ستارکي بنسټ رییس بل هاتسن وایي، د اورېدو دغه آلې د ستارکي او بیات بنسټ له خوا د افغانستان خلکو ته ډالۍ شوې دي.

هاټسن زياتوي: «زه نن ډېر هیجاني یم چې کابل کې یم او د بیات بنسټ په مرسته د یو شمېر کسانو له ژوند سره مرسته کوو او غواړو چې دا د افغانستان خلکو ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړو او د هغوی په ژوند کې د مثبت بدلون لامل شو.»

له بلې خوا ځینې ناروغان چې درملنه یې شوې له بیات بنسټ مننه کوي او وایي، له دغو آلو څخه په استفادې اوس د دوی د نه اورېدو ستونزه اواره شوې ده.

د بیات بنسټ مسولین وایي، دا پرلپسې پروګرام دی او هڅه کېږي چې ټولو کڼو په ځانګړې توګه ماشومانو ته ګټه وکړي. تېرو ورځو کې هرات او بلخ ولایتونو کې هم اوو سوو کسانو باندې د اورېدو دغه آلې وېشل شوې وې.

Trending

Exit mobile version