سیمه ییز خبرونه

بيات بنياد اته كلن شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اته كاله وړاندې بيات بنياد د لوى مشرانجنيراحسان الله بيات له خوا جوړ شو او تراوسه يې بشر دوستانه او عامه خدمتونه دوام لري.

بيات بنياد په بنسټيزو برخو كې مهم كارونه كړي؛ په بېړنيو حالاتو كې يې مرستې رسولي، اړكسان يې له مرستو برخمن كړي او له روغتيايي او ښونيزو بهيرونو يې ملاتړ كړى دى.

د بيات بنياد مسوولين وايي:

په راتلونكي كې به هم په بېلابېلو برخو كې د دې بنـسټ  هڅې روانې وساتل شي.

اته كاله وړاندې كله، چې افغانستان تازه له درې لسيزو جگړو خلاص شوى و او ډېري خلك د ژوند په بد حالت كې ول او مرستو ته يې اړتيا درلوده، د لوى مشر احسان الله بيات له خوا د بيات بنياد جوړ او رامنځته شو.

اوس، چې د دې بنياد له جوړيدو اته كاله تيريږي د روغتيا، پوهنې، لوړو زدكړو، سړك جوړولو، اوبو رسولو، سپورت، ديني او فرهنگي چارو، ښوونځيو، جوماتونو، روغتونونو په جوړولو او نورو برخو كې يې فعاليتونه ترسره كړي دي.

دې بنياد د طبيعي پېښو زيانمنو شويوكورنيو كډوالو او بېرته را ستنو شويو لسگونه زره اړ كسان له مرستو برخمن مړي دي.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:

بيات بنياد د روژې په شپو او ورځو كې هم اړ كسان يوازې نه دي پريښي او ورسره يې يو ځاى روژه ماته كړې ده.

د بيات بنياد مرستيال د دې بنياد د فعاليتونو پر دوام  ټينگار څرگند كړ.

د بيات بنياد مسوولين وايي:

دا بنياد له هر ډول نژادي او سيمه ييز چلند پرته خپلو فعاليتونو ته دوام وركوي او په بېړنيو حالاتو كې خلكو ته مرستې رسوي.

د بيات بنياد د مرستو لمن له هېواده بهرهم غزيدلې ده. دې بنياد په گاونډ هېوادونو په ځانگړي توگه پاكستان كې له افغان كډوالو سره نغدي مرستې كړي دي.

Trending

Exit mobile version