سیمه ییز خبرونه

بيات بنياد د استاد رباني له پوهنتون سره د۲۰۰۰ ټوكو كتابونو مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بيات بنياد دا ځل په كابل كې د استاد برهان الدين رباني له پوهنتون سره د دوه زره ټوكو كتابونو مرسته وكړه.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د دې كتابونو د سپارلو پر مهال ژمنه وكړه، چې دا بهير به د هېواد نورو پوهنتونونو ته هم وغزول شي.

د استاد رباني پوهنتون رييس داكتر امان الله حميدزى د كتابونو دغه مرسته جاري صدقه بولي او له نورو بنسټونو هم غواړي ، چې د زدكړو له دې مركز سره مرسته وكړي.

بيات بنياد تر دې دمه ډېرې بېخبنايي پروژ د پوهنې او لوړو زدكړو په ډگر كې بشپړې كړي دي، چې د هېواد پوهنتونونو ته د علمي او فرهنگي كتابونو وېش يې يو بل نوښت دى.

دغه بنسټ تر اوسه دېرش زره كتابونه د هېواد د لوړو زدكړو موسسو ته وړيا وېشلي دي.

Trending

Exit mobile version