بلخ @ps

بيات بنياد د تخار د خواجه غار ولسوالې له روغتيايي مركز سره مرسته وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بيات بنياد د ژمنيو بېړنيو مرستو ترڅنګ په تخار كې له هغو ماشومانو سره د مرستې په موخه پېنځه زره او څلور سوه بستې ځواکمن خوراکي توکي د خواجه غار ولسوالې روغتيايي مركز ته وسپارل، چې پر خوارځواكۍ اخته ماشومانو ووېشل شول.

په تخار كې د بيات بنياد استازى عبدالصمد وايي دا مرسته د دغه مركز د مسوولينو په غوښتنه شوې او وايي؛ هيله من يو، چې د دې توکوله وېش سره په خوارځواكۍ د اخته ماشومانو شمېر راټیټ شي .

د خواجه غار د روغتيايي مركز مسوول داكتر رستم، د خواجه غار ولسوالمحمد عمر او د تخار ولایت مرستیال محمد فرید ذکي د بيات بنياد دا مرسته ستايي او وايي؛ دا مرسته به د هغو ماشومانو د شمېر په كمولو كې مرسته وكړي،چې په دې ولسوالې كې پر خوارځواكۍ اخته دي.

دا دوه یم ځل دى، چې د تخار د خواجه غار ولسوالي د بيات بنياد له مرستو برخمنه كيږي.

بيات بنياد هركال په هېواد كې له اړو خلكو سره مرستو ته وردانګلي او د بېړنيو مرستو ترڅنګ يې په پوهنه، زيربناوو او فرهنګي برخو كې مرسته كړې ده.

 

Trending

Exit mobile version