سیمه ییز خبرونه

بيات بنياد د كابل ښار له قلعه بختيار ښوونځي سره مرسته وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان د نړيوال خوراكي سازمان په گراف كې يو له محرومو هېوادونو څخه دى. په ټولنه او كورنۍ كې كمزورى اقتصاد يې ماشومان زيانمن كړي دي.

بيات بنياد له تېر كال څخه پر خوار ځواكۍ د اخته ماشومانو د ملاتړ پروژه پيل كړې، چې د همدې هڅو په ترڅ كې يې د كابل د قلعه بختيار ښوونځي له زده كوونكيو سره د شپږ زره كڅوړو ځواكمنو خوراكي توكو مرسته وكړه.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي، چې دې بنسټ تېر كال هم په كابل او ولايتونو كې د ځواكمنو خوراكي توكو له سل زره زياتې كڅوړې وېشلې دي.

بيات بنياد د خپلو مرستو پر دوام د پنجشنبې په ورځ(د وري۲۸) د كابل ښار د قلعه بختيار د ښوونځي له زده كوونكيو سره د شپږ زره كڅوړو ځواكمنو خوراكي توكو مرسته وكړه.

د دې مرستو د ويشلو پر مهال د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل او د دغه ښوونځي مسوولينو حضور درلود.

د قلعه بختيار د ښوونځي مديره صبرينا محبوبي د بيات بنياد دا مرستې ستايي او پر ازرښت يي ټينگار كوي.

بيات بنياد په بېلابېلو برخو كې د پام وړ فعاليتونه كړي او په زياتو سيمو كې يې روغتيايي كلينكونه او روغتونونه جوړ كړي. بيات بنياد دې مركزونو ته درمل هم رسولي، چې تر اوسه زرگونه خلكو يې له دې درملو استفاده كړې ده.

Trending

Exit mobile version