سیمه ییز خبرونه
بيات بنياد د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له سېلاو ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
د كابل په سروبي ولسوالۍ كې سيلاب ځپلي د بيات بنياد له مرستو برخمن شول. په دې مرستو كې خوراكي توكي، جامې او روغتيايي خدمتونه شامل وو.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د طبيعي پېښو له زيانمنو سره مرسته د بيات بنياد د فعاليتونو لومړيتوب ګڼي.
د افغانستان په ځينو سيمو كې سيلاوونو د لسګونو كسانو ژوند اخيستى او كورونه يې نړولي دي.
د كابل سروبي ولسوالۍ كې هم داسې يوه سيمه ده، چې سيلاوونو ورته ډېر زيان واړاوه.
د بيات بنياد له اړو خلكو سره د خپلو مرستو په لړ كې د سروبي ولسوالۍ له سېلاو ځپلو سره مرسته وكړه.
په دې مرسته كې خوراكي توكي، جامې، كمپلې او بوټونه شامل دي.
سيلاو ځپلي د بيات بنياد له روغتيايي خدمتونو هم برخمن شول.
د سروبي د محلي شورا رئيس مېرزا محمد او د سيمې يو مخور نيك محمد كوچى د بيات بنياد پروخت مرستې ستايې او د سېلاو ځپلو حالت د اندېښنې وړ ګڼي.
بيات بنياد يوازينې مرستندویه بنسټ دى، چې په نامناسبو شرايطو كې له زيانمنو خلكو سره مرستې ته وردانګي او د كال په بېلابېلو فصلونو كې يې د طبيعي پېښو له ځپونكو سره د مرستې په موخه لويې پروژې ځانګړې كړې او له خلكو سره يې مرسته كړې ده.