تازه خبرونه

بيات بنياد له بدخشان پوهنتون سره د درسي توكو مرسته وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بيات بنياد په داسې حال كې د بدخشان پوهنتون له كتابتون سره د درې زره كتابونو او څو كمپيوترونو مرسته كوي، چې د دغه پوهنتون كتابتون تراوسه هم زرگونه درسي او معلوماتي كتابونو ته اړتيا لري.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات، چې د كتابونو د وېشلو په موخه دغه ولايت ته ورغلى و د بدخشان پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ كې يې په دغه پوهنتون كې انترنيت كلپ پرانيست او له دغه پوهنتون سره يې د نورو مرستو ژمنه وكړه.

د بدخشان پوهنتون رييس خسرو نظري وايي، له دې مرستې سره پوهنتون په كتابونو سمبال شو او په دې اړه د محصلينو ستونزه تر يو حده حل شوه.

نوموړى وايي، محصلين اړ ول، چې د اړتياوو په صورت كې د مركز نورو كتابتونو ته مراجعه وكړي.

ده زياته كړه، چې په كتابتون كې د انترنيت له نښليدو سره محصلينو ته دا آسانتيا هم رامنځته شوه، چې د نورې نړۍ له مهمو ښوونيزو مركزونو سره ونښلي.

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب په دغه ولايت كې او په ځانگړي توگه د لوړو زده كړو له موسسو سره د بيات بنياد مرستې ستره معنوي پانگه گڼي.

بيات بنياد هركال د هېواد له پوهنتونو سره زرگونه كتابونو، كمپيوترو او درسي موادو مرسته كوي، چې موخه يې په ټول هېواد كې د پوهاوي د كچې لوړوالى او د پوهنيز نظام پياوړتيا ده.

Trending

Exit mobile version