تازه خبرونه

بيات بنياد له رابعه بلخي روغتون سره د طبي تجهيزاتو مرسته وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د روغتيايي وسايلو لږوالى د افغانستان په ډېرو روغتونو كې يوه جدي ستونزه ده.

ميرمن فاطمه ليا بيات د رابعه بلخي روغتون له جراحي او ولادي نسايي څانگې څخه د ليدنې په وخت د دې روغتون په ستونزو ځان خبر كړ او له روغتون سره يې د مرستې ژمنه وكړه.

دغه روغتون ته د طبي تجهيزاتو مرسته د بيات بنياد د مرستيال حاجي محمد اسماعيل په حضور كې وسپارل شوه.

رابعه بلخي روغتون د نرسنګ او قابلو عمومي آمره فروزان محب زاده وايي:

دا مرسته شوي وسايل به په دې برخه كې د روغتون شپېته سلنه ستونزې حل كړي.

هغې له نورو خيريه بنسټونو هم وغوښتل، چې له دې روغتون سره مرسته وكړي.

بيات بنياد له دې وړاندې هم له رابعه بلخي روغتون سره مرسته كړې او په روان كال كې يې د دغه روغتون د نسايي ولادي جراحي څانگه هم بيارغولې ده.

Trending

Exit mobile version