سیمه ییز خبرونه
بيات بنياد له شيخ زايد پوهنتون سره د علمي كتابونو مرسته وكړه
بيات بنياد د خپلو مرستو په لړ كې دا ځل د خوست له پوهنتون سره د درسي او علمي كتابونو مرسته وكړه.
د کتابونو سپارلو پرمهال د خوست والي عبدالجبارنعيمي له بيات بنياد مننه وكړه، چې د هېواد له بچيانو سره يې معنوي او دوامداره مرسته كړې؛ ځکه په كتابونوكې داسې څه هم ترلاسه كيداى شي، چې د هېواد د پرمختگ او د سيمه والو ترمنځ د ستونزو د حل لامل کيږي.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي له شيخ زايد پوهنتون سره د کتابونو مرسته گټوره معنوي همکاري او د ځوان نسل لپاره يوه غوره علمي پانگه ياده کړه.
نوموړي وويل: په علمي مرکزونو كې د كتابونو شتون د ځوان نسل د ښوونې، فکري رغونې او د ټولنې د علمي ودې په ډگر کې اساسي مرسته کولى شي.
د شيخ زايد پوهنتون مرستيال اسدالله تڼي هم د مننې ترڅنگ له بيات بنياد غوښتنه وكړه، چې له پوهنتون سره د ودانيو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د بيات بنياد مشر سناتور انجنير احسان الله بيات ژمنه وكړه، چې په راتلونکي کې به له شيخ زايد پوهنتون سره نوره مرسته مرسته هم وشي.
دا مهال په شيخ زايد پوهنتون کې د هېواد له بېلابېلو سيمو نږدې اته زره محصلين په دولس پوهنځيو کې پر زدهکړو بوخت دي.