تازه خبرونه

بيات بنياد له ننگرهار پوهنتون سره د زرگونه ټوكه كتابونو مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بيات بنياد له ننگرهار پوهنتون سره په فارسي، پښتو او انگليسي ژبو د ليكل شويو ساينسي، ټولنيزو علومو،اسلام پېژندنې او طبي كتابونو مرسته وكړه.

د بيات بنياد لوى مشر سناتورانجنير احسان الله بيات وايي:

اړتیا او شرایطو ته په پام دغه کتابونه اخيستل شوي او په نږدې راتلونكي كې به دهېواد نورو پوهنتونوته هم ډالۍ شي.

د ننگرهار پوهنتون رييس داكتر محمد صابر مومند د بيات بنياد دا مرسته په وخت بولي او وايي، دا كتابونه به د ننگرهار پوهنتون د محصلينو علمي كچه لوړه كړي.

نوموړى له بيات بنياد څخه غواړي، چې په نورو برخو كې هم ور سره مرستې وكړي.

د ننگرهارپوهنتون زرگونه محصلینو هم د بيات بنياد له کتاب مرستې خوښي وښوده او غواړي، چې په نورو برخو كې هم د پوهنتون لاس نيوى وكړي.

د بيات بنياد لوى مشر د محصلينو او د پوهنتون د مسوولينو دا غوښتنه ومنله او ژمنه يي وكړه، چې په راتلونكيو كلونو كې به په نورو برخو كې هم له ننگرهار پوهنتون سره مرستې وكړي.

څه موده وړاندې د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات په كابل كې د لوړو زدهكړو له وزير عبيدالله عبيد سره ليدنه كې وويل، له ۱۵ دولتي پوهنتونو سره به په نږدې راتلونكي كې د زرگونه ټوكو كتابونو مرسته وكړي.

Trending

Exit mobile version