سیمه ییز خبرونه
بيات بنياد له ښوونكيو څخه د ملاتړ مراسم تر سره كړل
په دغه غونډه كې د بيات بنياد رييس انجنيراحسان الله بيات ، د پوهنې وزارت مسوولينو او د سيدال ناصري د نجونو عالي ليسې ښوونكيو برخه درلوده.
په دغو مراسمو كې پرښوونكيو يوه اندازه خوراكي توكي او پر زده كوونكيو درسي مواد ووېشل شول.
بيات بنياد د رامنځته كېدو راهيسي كوښښ كوي، چې په هېواد كې د پوهنې له بهير سره مرسته او همكاري وكړي او خلك پوهنې ته وهڅوي.
بيات بنياد هركال په دغه برخه كې خپله ځانگړې پانگه لگوي او ښوونكي د ورځې په وياړ هركال ځانگړي مراسم جوړوي.
په همدې پلمه د بيات بنياد رييس انجنير احسان بيات د شنبې په ورځ(د تلې ۱۶) د كابل په يوولسمه ناحيه كې له سيدال ناصري د نجونوعالي ليسي څخه ليدنه وكړه او پرښوونكيو او زده كوونكيو يې خوراكي او درسي توكي ووېشل.
ښاغلي بيات وويل، چې:
له ښوونكيو سره همكاري د ټولنې د هر وگړي دنده ده.
نوموړي زياته كړه، چې:
هيله لري، چې ښوونكي ښه او مرفه ژوند ولري.
د سيدال ناصري د نجونو عالي ليسي مديرې ميرمن ريحانې نوري وويل، چې:
دوى د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى نلري او د ښوونكيو ژوند هم خواردى.
دې له پوهنې سره د ملي او نړيوالو ټولنو له مرستو ستاينه وكړه.
د سيدال ناصري د نجونو په عالي ليسه كې څلور زره زده كوونكيوته په درې ښوونيزو وختونو كې د ښوونكيو لخوا تدريس كيږي.
دا دوه يم ځل دى، چې بيات بنياد د دغې ليسې له ښوونكيو او زده كوونكيو سره مرسته او همكاري كوي.