انځوريز خبرونه
بيات بنياد له ۱۵ دولتي پوهنتونونو سره د ۲۲ زره ټوكه كتابونو مرسته وكړه
په هېواد كې درې لسيزو جگړو ښوونيزو بنسټونو ته ډېر زيانونه اړولي دي. د تكنالوژۍ، درسي كتابونو او معياري ودانيو نه شتون هم له هغو ننگونو څخه دي، چې دولتي پوهنتونونه ور سره مخ دي.
بيات بنياد ښوونيزو بنسټونو ته د خپلو مرستو پر دوام د لوړو زده كړو وزارت ته د ۲۲ زره ټوكه كتابونو اسناد وسپارل. دا كتابونه په ساينسي، ټولينزو، د اسلام پېژندنې او طب په برخو كې علمي مضامين لري، چې په فارسي، پښتو او انگليسي ژبو ليكل شوي دي.
د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجينر احسان الله بيات وايي:
ښونيزو مركزونو ته د درې لسيزو جگړو دروند زيان اړولى، چې هېواد ته يوه جدي مساله ده.
د نوموړي په وينا، په تحصيلي بنسټونو كې د كتابونو شتون ته پاملرنه ډېره اړينه ده.
د لوړو زده كړو وزير عبيدالله عبيد وايي، د افغانستان پوهنتونونو ته د بيات بنياد له خوا د ۲۲ زره ټوكه كتابونو مرسته په اوسنيو شرايطو كې د ډاډ وړ مرسته ده.
د كابل پوهنتون د كتابتون آمر سراج الدين عليمي وايي:
بيات بنياد په لومړيو كې له كابل پوهنتون سره د څلور زره ټوكه كتابونو مرسته وكړه.
ښاغلى عليمي دا چاره د محصلانو د پوهې د ودې لپاره يو اغېزمن كار بولي.
ويل كيږي، چې بيات بنياد مخكې له دې هم د افغانستان له ښوونيزو بنسټونو سره د بيا رغاونې او تجهيزاتو د برابرولو په برخه كې مرسته كړې ده.
دې بنسټ همدا راز ژمنه كړې چې د لوړو زده كړو وزارت ودانۍ به رغوي او د كابل پوهنتون د كتابتون د تجهيز لپاره به هم همكاري كوي.