تازه خبرونه

بيات بنياد پكتيا پوهنتون ته بېلابېل علمي كتابونه ډالۍ كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پكتيا پوهنتون ته د هېواد او نړۍ د پېژندل شويو ليكوالانو ۱۴۵۰ ټوكه كتابونه، چې په  اقتصادي، سياسي او ټولنيزو برخوكې چاپ او خپاره شوي د بيات بنياد لوى مشر انجنير احسان الله بيات د دې پوهنتون رييس او د ولايت مرستيال ته وسپارل.

د بيات بنياد لوى مشر وايي، تر اوسه په هېواد كې له گڼو پوهنتونونو او تعليمي موسسو سره د بېلابېلو علمي كتابونو مرسته شوې او دا لړۍ به دوام ولري.

ښاغلي بيات زياته كړه، چې دا كتابونه مې د خپلې ميرمنې فاطمه بيات په ځانگړې پاملرنه چمتو كړي دي.

د پكتيا ولايت مرستيال والي ډاكټر عبدالولي سهي د بيات بنياد له خوا مرسته شوي كتابونه، له پكتيا پوهنتون سره لويه معنوي مرسته وبلله او وايي:

دا مرسته صدقۀ جاريه ده؛ څومره، چې ترې گټه اخيستل كيږي په هماغه اندازه به يې د بيات بنياد مشرتابه ته اجر رسيږي.

په همدې وخت كې د پكتيا پوهنتون مشرتابه دوكتور شېرمحمد روان د بيات بنياد مشر ته د بيارغونې او پوهنې په برخه كې د گټورو هڅو د ترسره كولو په موخه ستاينليك وركړ او د پكتيا مرستيال والي له ښاغلي بيات څخه وغوښتل، چې د پوهنتون په لسمه كليزه كې گډون وكړي.

د پكتيا پوهنتون په خپلو اووه پوهنځيو كې اووه كوچني او يو لوى كتابتونونه لري، چې په ټولو كې يې د گوتو په شمار كتابونه موجود دي.

د بنياد بيات له خوا مرسته شوي كتابونه به د بېلابېلو پوهنځيو د گڼ شمېر محصلينو اړتياوې تر يوه حده پوره كړي. د بنياد بيات د مسوولينو په خبره د (۵۱ ) ميليون افغانيو په ارزښت بېلابېل كتابونه له بېلا بېلو هېوادونو پېرودل شوي او د هېواد په دننه كې د ښوونيزو موسسو پر كتابتونونو يې د وېش لړۍ روانه ده.

Trending

Exit mobile version