سیمه ییز خبرونه

بيات بنياد په شبرغان ښار كې له ۱۵۰ ډېرو كورنيو سره مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجينر احسان الله بيات، چې شبرغان ته يې په همدې موخه سفر كړى و پر اړو كورنيو خوراكي توكي او البسه ووېشل. په دې سفر كې ښاغلي بيات د دغه ولايت له محلي چارواكو سره د بيات بنياد د بشر دوستانه مرستو په اړه هم خبرې وكړې.

په دې مرسته كې  اوړه، وريجې، ژمنۍ جامې، كمبلې او بوټان شامل دي، چې له ۱۵۰ څخه پر ډېرو كورنيو، چې د بېلابېلو لاملونو له كبله بې ځايه شوي او شبرغان ښار ته تللې دي، ووېشل شوې.

د بيات بنياد لوى مشر سناتوراحسان الله بيات وايي، چې په افغانستان كې  له اړو كسانو سره مرسته د دې بنست په خپلو لومړيتوبونو كې ده.

د جوزجان د كډوالو چارو رييس محمد كريم وايي، چې دوى مخكې هم له بيات بنياد څخه د مرستو غوښتنه كړې وه، چې له بېوزلو كورنيو سره مرسته وكړي.

هغه وايي، دا مرستې ډېرې په وخت ورسيدې او پر اړو خلكو ووېشل شوې.

يو شمېر مرسته شوې كورنۍ د بيات بنياد مرستې ستايي او له پانگوالو غواړي، چې په دې حساس وخت كې له بېوزلو او كډوالو سره مرستې وكړي.

ښاغلي بيات د جوزجان ولايت له يوشمېر محلي چارواكو سره هم خبرې وكړې او د دغه بنسټ د بېلابېلو فعاليتونو په اړه يې معلومات وركړل.

له دې وړاندې هم بيات بنياد د شبرغان په چهارجوى كلي كې يو ښوونځى او يوه ديني مدرسه جوړ كړي، چې سلگونه كسانو ته يې د زده كړو زمينه هم برابره كړې ده.

Trending

Exit mobile version