سیمه ییز خبرونه

بيات بنياد په كابل كې د علامه فيضاني له ښوونځي سره مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بيات بنياد ماشومان د خپلو مرستو اصلي محور گرزولى او د تېر كال راهيسې يې پر اړو ماشومانو د ځواكمنو خوراكي توكو وېش پيل كړى دى.

د همدې پروژې په ترڅ كې بيات بنياد دا ځل په كابل كې د علامه فيضاني د ښوونځي له زده كوونكيو سره د خوراكي توكو او فرنيچر مرسته وكړه.

د بيات بنياد مرستيال حاجې محمد اسماعيل د دغې مرستې د وېش پر مهال وويل، چې د دغو مرستې بهير به دوام ومومي.

د علامه فيضاني د منځني ښوونځي مدير سيد عارف حسيني وايي، چې:

دوى د ځاى او درسي توكو له لږوالي سره مخ دي.

هغه له نورو بنسټونو غوښتنه وكړه، چې په دې برخه كې ورسره مرسته وكړي.

د علامه فيضاني په منځني ښوونځي كې نږدې ۲۰۰۰ زده كوونكي درس وايي، چې ورسره شوې مرستې د هغوى ځيني ستونزې حل كړې دي.

بيات بنياد له دې مخكې هم د پوهنې په برخه كې د مرستو په ترڅ كې ځيني ښوونځي جوړ كړي او له زده كوونكيو سره يې مرسته كړې ده.

Trending

Exit mobile version