تازه خبرونه
بيات بنياد په ننگرهار كې د زلزلې له ټپيانو سره نغدي مرسته وكړه
تېره دوشنبه د سترگو په رپ کې زاړه دیوالونه راونړیدل او د ډېرو افغانانو هډونه یې پرې کړل.
غم د هغو ډېر دی، چې هم یې کور وران شو او هم د خپل ټپي وجود د درملنې وس نه لري؛ خو بیات بنیاد هغه بنسټ دی، چې هر کله یې د سختې پر وخت یې هېواد والو ته د مرستې لاس ورکړی دی.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د ننگرهار په مرکزي روغتون کې د زلزلې د ټپیانو پوښتنه وکړه او له هر یوه سره یې د درملنې لپاره نغدي مرسته وکړه.
زلزلې په کورنو، ښوونځیو او جوماتو کې خلکو ته ډېر ځاني زیان اړولی دی.
د زلزلې ډېر ټپیان بېوزله ښځې او ماشومان دي.
دوی د بیات بنیاد له مرستو حوشحاله دي او له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې ورسره مرسته وکړي.
د ننگرهار دعامې روغتیا مرستیال داکتر افندي پاچا وايي، ترخپلې وسې د ټپیانو د درملنې له پاره هلې ځلې کوو؛ خو داسې ټپیان هم شته، چې درملنه یې د دوی له وس وتلې ده.
هغه وايي، بیات بنیاد لوړنی خیریه بنست دی، چې د زلزلې له ټپیانو سره یې نغدي مرسته وکړه.
دبیات بنیاد خیریه بنسټ له دې یوه ورځ مخکې د ننگرهار په کامه کې پر سلگونه زلزله ځپلیو کورنیو جنسي مرستې وېشلي وې.
د تېرې اوونۍ زلزلې په ننگرهار کې یو سل و اته ویشت کسان مړه او یو سل و دوه څلوېښت ټپیان کړل، چې په ټپيانو کې ډیر یې د خپلې درمنلې وس نه لري.
یاد بنسټ د تېرې یوې لسیزې راهیسې د بېوزله او طبیعي پيښو له ځپل شویو کورنیو سره مرستې کوي او ترڅنگ یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسگونه ښوونځي، روغتونونه او د لوبو ډگرونه هم جوړې کړي، چې اوس هم دا لړۍ روانه ده..
خبریال: رحمت الله زیارمل.