تازه خبرونه

بيات بنیاد په کندهار کې له راستنو شویو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۲)

د بیات بنیاد چارواکو ویلي؛ د کندهار په انځرګي سيمه کې د کډوالو پنډغالي ته له پاکستان څخه راستنې شوې افغان  کورنې د بيات بنیاد له مرستو برخمنې شوې.

د کندهار انځرګي لنډمهالي پنډغالي ته له پاکستان څخه د راستنيدونکو افغان اوس خپل هېواد ته راستانه شوي او د دولت او موسساتو ترڅنګ خيريه بسټونه یې هم مرستې او لاسنیوي ته ورادانګي.

بيات بنیاد د بېرته راستنيدونکو افغان کډوالو له کورنيو سره د درې قلمه اړينو خوراکي توکو لکه غوړيو ، وريجو او اوړو مرسته وکړه.

د بیات بنیاد مرستیال محمد اسمعیل خان ويلي؛ بیات بنیاد د انځرګي په پنډغالي کې پر کډوالو اوړه، غوړي او وریجي ووېشلې.

نوموړی وایي؛ دوی په پلان کې لري، چې په بېلا بېلو ولایتونو کې له راستنو شوو افغان کورنیو سره مرستې روانې وساتي.

راستانه شوي افغان کډوال د بيات بنياد له مرستو خوښي څرګندوي او له نورو هېوادوالو او پانګوالو غواړي، چې له کډوالو سره مرستې وکړي.

له کډوالۍ او د پرديو له ظلمونو څخه ستړي افغان کډوال خپل هېواد ته له رارسېدو سره سم د خپلو افغان وروڼو تود هرکلی او لاسنيوی احساسوي او د بيات بنیاد له دې مرستو مننه کوي.

عبدالله نومی راستون شوی افغان له خپلو ټولو افغان خويندو او وروڼو څخه د مرستې همداسې تمه لري .

د يادونې ده، چې مخکې هم په بېلابېلو ستونزمنو حالاتو کې د بيات بنیاد مرستې ختیځې او جنوب لويدځې حوزې اړوند ولايتونو ته رسېدلي او یو شمېر راستانه شوي هېوادوال ترې برخمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version