بی بی سی پښتو

بښنې نړیوال سازمان: افغانو نجونو ته دې سملاسي ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)
Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې نجونو ته په سملاسمي توګه ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.‌

یاد سازمان وایي، له ګڼ شمېر نجونو زدکوونکو او ښوونکو سره د مرکو پر بنسټ یې خپل تازه رپوټ چمتو کړی.‌

په رپوټ کې راغلي چې ګڼې نجونې او ښوونکې له تاوتریخوالي سره مخ دي او ان د طالبانو لخوا ورته ګواښونه کېږي.

طالبانو پر افغانستان له بشپړې ولکې وروسته د تېرې سپتمبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه هلکانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل، خو د منځنیو ښوونخیو نجونې یې په کورونو کېنولې.

دې ډلې د بښنې نړیوال سازمان دې وروستي رپوټ ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو چارواکي یې وایي، نجونې باید ‘د مناسب درسي چاپېریال تر برابرېدو’ کورونو کې پاتې شي.

خو د بښنې نړیوال سازمان وایي، له زدکوونکو،‌ ښوونکو او د ښوونځیو له مدیرانو سره یې شل مرکې کړې دي او ورته مالومه شوې چې د طالبانو لخوا ګواښونه او ځورونه د دې لامل شوې چې ان لومړنیو ښوونځیو کې د شاګردانو حاضري، په ځانګړې توګه د نجونو ورتګ کم شوی.

یاد سازمان مني چې په کابل، بلخ،‌ کندوز او سرپل ولایتونو کې ی شمېر نجونې منځنیو ښوونځیو ته ستنې شوې دي،‌ خو ټینګار کوي چې د ټول هېواد نجونې باید دا حق ولري.‌

افغانستان کې د معارف بېلابېلې ستونزې

Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان مشره اګنېس کالامارد وایي، د طالبانو اوسنۍ تګلاره غیر منصفانه او له نړیوال قانون نه سرغړونه ده.

د بښنې نړیوال سازمان مشره اګنېس کالامارد وایي، دا مهال افغانستان کې نجونې له منځینو ښوونځیو منع شوې او د یو بشپړ نسل حقونه او ارمانونه تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړې وایي، تعلیم یو اساسي انساني حق دی او د طالبانو اوسنۍ تګلاره غیر منصفانه او له نړیوال قانون نه سرغړونه ده.

بښنې نړیوال سازمان همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان د معارف له برخې سره اړینې مرستې وکړي،‌ که نه نو میلیونونه افغان هکان او نجونې به بې تعلیمه پاتې شي.

یاده اداره خپلو تازه رپوټ کې وایي، افغانستان کې بد اقتصادي وضعیت هم د دې لامل شوی چې خلک خپل ماشومان له ښوونځیو وباسي او د پیسو ګټلو لپاره یې کارونو ته ولېږي.‌

رپوټ کې همدا راز راغلي چې په هېواد دننه د ګڼ شمېر وګړو او کورنیو بېځایه کېدل هم د دې لامل شوي چې ماشومان له ښوونځیو پاتې شي.

یوه بله ستونزه دا هم یاده شوې چې طالبان نه دي توانېدلي چې د ښوونکو معاشونه ورکړي، او له همدې کبله ښوونځیو کې د استادانو کمی لیدل کېږي.

رپوټ وایي، پر کابل تر ولکې وړاندې طالبانو په ځینو ولایتونو کې له ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه کار اخیستی او دا هم د ماشومانو د زدکړو لپاره یو خنډ ګرځېدلی.

Trending

Exit mobile version