سیمه ییز خبرونه
بگرام زندان به نن افغان حکو مت ته وسپارل شي
د امریکا دفاع وزارت ویاند ویلي، چې:
امریکا او افغانستان د بگرام زندان سپارلو په اړه پرېکړی ته رسیدلی او ټاکل شوې، چي نن به امریکا د بگرام زندان په بشپړه توگه افغان حکومت ته وسپارل شی.
د ولسی جرگي د دفاعي چا رو کمیسیون رییس همایون همایون که څه هم مني، چې د بگرام زندان به افغان لوري ته وسپارل شی؛ خو د شک او اندېښنې په څرگندولو وایي، چې:
ښایی یو شمېر مهم افغان زندانیان به افغانستان ته ونسپارل شي؛ ځکه، چې امریکا له دغو مهمو کسانو څخه پر طالبان د فشار او د سولی د بهير په موخه له ځان سر وساتي.
د نوموړي په وينا، که امریکا غواړي د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنی لاندي رانشي؛ نو بادید، چي ټول زندانیان افغان لوری ته وسپارل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایي، چې د افغان حکومت او امریکا تر منځ د هوکړې له مخې به پرته له بهرنیو زندانیانو نور ټول افغان زندانیان افغانستان ته وسپارل شي.
نوموړي په ډاگه كړه، چی له دې وروسته به د بهرنیانو لخوا د جگړې پرمهال نيول شوي مخالفین افغان لوری ته ورسپارل شي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جورج لیتل څرگنده كړې، چې:
د امریکا دفاع وزیر د افغان ولسمشر له دې ژمنې هر کلی وکړ، چې خطر ناک بندیان به د افغانستان له قانون سره سم په یوه جلا او ځانگړي زندان کې ساتل کیږي.
امریکا له دې وړاندې اندېښنه درلوده، چې د زندان په سپارلو به خطرناک زندانیان په خوشې كيدو امریکا ته گواښ رامنځته کړي.
افغان لوري ته د بگرام د زندان د پاتې برخې د سپارلو ستونزې پر امریکايي لوري د ولسمشر حامد کرزي پرلپسې انتقادونه را وپارول او د افغانستان او امریکا ترمنځ یې اړیکې ترینگړې کړې.
په داسی حال کي، چي په پام کي ده سبا به خو د ولسی جرګي ددفاعی چارو مشرپه دي اړه د شک په سترګه ګوری او وایی چي امریکا په خپلو خبرو کی صادق ندی او ښایی ډیر مهم افغان زندانیان به افغانستان ته ونه سپارل شی. خود بهرنیو چارو وزارت وایی چې د هوکړی له مخی به هیچ یو افغان زندانی به له امریکا سره پاته نشی .