تازه خبرونه
بیات بنسټ د وینې له مرکزي بانک سره د طبي وسایلو مرسته وکړه
بیات بنیاد د وینې له مرکزي بانک سره د وینې د ساتنې د وسایلو مرسته وکړه.
بیات بنیاد په روغتیايي او نورو برخو کې د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د وینې له مرکزي بانک سره د وینې د ساتنې د یوه ماشین او نورو طبي وسایلو مرسته وکړه.
د بیات بنیاد رییس انجینیر احسان الله بیات د هیواد په روغتونونو کې د وینې د خوندي ساتنې لپاره د لازمو اسانتیاوو نه شتون یوه لویه ستونزه ګڼي او ژمنه کوي چې بیات بنیاد به په دغه برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بیات بنسټ مشر – انجینیر احسان الله بیات:
“یو له هغو وسایلو څخه چې د مرکز او ولایتونو روغتونونه یې له کمښت سره مخ دي، د وینې او اړوندو موادو د ساتنې وسایل دي چې بیات بنسټ په دې برخه کې هڅه کړې چې یو شمېر ماشین آلات وارد کړي څو وکړای شو د وینې او اړوندو موادو د ساتنې له پاره ترې کار واخلو.“
د روغتیا وزارت او د وینې د مرکزي بانک مسولین وايي چې دوی هر کال د خپل کمپاین په لړ کې زیاته وینه راټولوي؛ خو د ساتنې د ماشینونو د نشتوالي له کبله ډېره وینه له کاره لویږي.
دوی وايي چې د بیات بنیاد دغه مرسته به د دوی ستونزه تر یوه بریده حل کړي.
د مرکز د روغتونو مشر – سید اکبر امیري:
“موږ دغو ماشینونو ته سخته اړتیا درلوده چې له نیکه مرغه بیات بنسټ دا مرسته وکړه.“
بیات بیناد له څه باندې تیرې یوې لسیزي راهیسې د افغانستان د روغتیايي نظام د په پښو درولو لپاره مرستې کوي.
دغه بنیاد په پرلپسې توګه د روغتونو د وینې د سرطان له څانګو سره خپلې مرستې روانې ساتلي دي.