تازه خبرونه

بیات بنسټ په ننګرهار کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۳۹۹)

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې بیات بنیاد پر سلګونه بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو خپله ځانګړې مرسته ووېشله.

د افغان وطن بېوسه او بېوزلې کورنې د ژوندانه په اوسنیو دردوونکیو حالاتو کې له بېلابېلو ستونزو او بې کسیو سره مخ دي.

بیات بنیاد هغه لومړنی خیریه بنسټ دی، چې هر وخت یې په ستونزمنو حالاتو کې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی کړی دی.

بیات بنیاد په ننګرهار کې هم نورو ولایتونو ته ورته د خپلو خوراکي توکو د مرستې لړۍ را پیل کړې ده.

په ختیځ زون کې د بیات بنیاد استازي او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مشر عطاالله ويلي؛ پر سلګونه بېوزلو کورنیو یې دغه مرسته ووېشله، چې له کبله یې د ګڼو بېوسو کورنیو تش دسترخوانونه لږ څه ډک شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ژر به د هېواد نورو سیمو ته هم ورته مرستې ورسېږي.

د ننګرهار ولایتې ادارې هم د بیات بنیاد د خیریه بنسټ دا مرسته ستایلې او څرګندوي، چې، په ډېر ښه وخت کې یې له ننګرهار میشتو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

هغو کورنیو، چې د بیات بنیاد دا مرستې ترلاسه کړي ډېرې خوشحاله دي او له نورو شتمنو هم ورته کومک غواړي.

دغو کورنیو ویلي، چې له دې مخکې په ننګرهار کې ځینو نورو ادرسونو هم له خلکو سره مرستې کړي؛ خو د بیات نبیاد ښوالی دا دی، چې مخامخ په ټولو سیمو کې خپله سروې کوي او تر ټولو ډېر مستحق انتخابوي.

په افغانسان کې د کروناویروس له  خوریدو سره سم بیات بنیاد د افغانانو د خوندیتوب لپاره هم روغتیایي هڅې پیل کړي او ترڅنګ یې د هېواد په لر و بر کې له بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

بیات بنیاد له تېرې یوې نیمې لسیزې راپدیخوا په هېواد کې د خلکود هوساینې لپاره خیریه چارې ترسره کوي، چې تراوسه یې ګڼشمېر ښوونځي، روغتونونه، د سپورټ ډګرونه او کتابخونې هم جوړې کړي او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

نور حال په ویډیو کې:

 

Trending

Exit mobile version