تازه خبرونه

بیات بنیاد دا ځل په خاک جبار کې کتابونه او خوراکي توکي ووشل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د خپلو مرستو پر دوام د کابل د خاک جبار په ولسوالۍ کې له شپږ سووټوکو زیات کتابونه او د قوي خوراکي توکو له درې زرو زیاتې بستې په اړو خلکو وویشلې.

د مرستو د ویش پر مهال د دې بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل، د دې بنیاد سلاکار احسان اله آرینزی او د ولسي جرګې ځینې غړي هم حاضر وو.

د دې بنسټ مرستیال حاجي محمد اسماعیل د ددې مرستو د ویش پر مهال د روان کال تر پایه دا دغه راز مرستې په مرکز او ولایتونو کې له خپلو اهدافو وبلل.

موږ له نیکه مرغه نن ۶۰۰ ټوکه کتابونه چمتو کړي چې د خال جبار د ولسوالۍ معارف ته یي ویشو څو وکړای شو د معارف شاګردان ورڅخه ګټه واخلي؛ او همدا رنګه دوی ته مو یو شمېر خوراکي توکي هم چمتو کړي او زموږ دا مرستې به انشأالله د کابل د ولسوالیو په ښوونځیو کې دوام ولري.

د ولسي جرګې غړي قیس حسن ښونیزو مرکزونو ته په اوسنیو شرایطو کې دغه راز مرستې یو اړین کار بولي او له ټولو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

” له بیات صیب څخه مننه کوو چې نه یوازې دا چې نن یې مرستې کړي، بلکې مخکې یې هم مرستې کړي او دا مرستې نه دا چې یوازې په خاک جبار کې شوي بلکې په نورو ولسوالیو کې هم شوي. موږ هیله من یو چې دا مرستې به دوام وکړي.

د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې آمرحضرت شاه یوسفي دا مرستې مهمې بللي او وایی چې دا د زده کونکو په فکري وده کې مرسته کولای شي.

بیات بنیاد له کله چې جوړ شوی، په دې توانیدلی چې تحصیلي او تعلیمي مرکزونو ته له سل زرو زیات کتابونه وویشي او د روغتیایي ستونزو د لرې لپاره یې هم په مرکز او ولایتونو کې ګڼ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي. دې بنسټ د پوهنې په ډګر کې هم ښه کار کړی دی. بیات بنیاد زده کونکو ته هم قوي خوراکي توکي ویشلي او د طبیعي پیښو له زیانمنو شویو سره یې هم په وخت مرسته کړې ده.

 

Trending

Exit mobile version