تازه خبرونه

بیات بنیاد د افغان زلزله ځپلو لپاره د مرستې بېړنۍ نړیواله غوښتنه پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چارشنبې د خونړۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو او ژوندي پاتې شویو کسانو سره د مرستې لپاره بېړنۍ نړیواله غوښتنه پیل کړه.

سربېره پر دې غوښتنې بیات بنیاد سیمې ته یو امبولانس، ډاکټران او پر طبي توکو بار یو موټر هم لیږلی، چې د ټپیانو د درملنې لپاره خپل ګرځند کلینیک جوړکړي.

د بیات بنیاد اجرائیوي مشرۍ مریم بیات د څرګندونو له مخې؛ کله مې، چې د زلزلې د ویجاړیو په اړه واورېدل؛ نو زیانمنو کورنیو ته مو د خواړو، سرپناه، درملنې، جامو او نورو بېړنيو بشري توکو د لیږلو هڅې پیل او تر سره کړې.

دغه راز میرمن بیات ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به ډېرو نورو مرستو ته اړتیا وي او مونږ چمتو یو، چې د امکان تر حده د ډېرو افغانانو مرستو ته ورودانګو.

د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو ويلي، د چارشنبې د سهار د ۶ اعشاریه یو درجې له زلزلې یوازې د پکتیکا ولایت په دوه ولسوالیو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو اوښتی دی.

د بیات بنسټ دا غوښتنه د چارشنبې پر ورځ د ویجاړوونکې زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې بیسارې ده؛ د اسلامي امارت او نړیوالو بهرنیو ټولنو د مرستې د پراخو غوښتنو په ځواب کې همغږې شوې ده.

د بیات بنیاد په اړه د نورو معلوماتو او د مرستې لپاره مهرباني وکړئ له لاندې پتې

https://4agc.com/donation_pages/2f9a7874-57b0-4276-a871-5833aec4da8e

لیدنه وکړئ.

Trending

Exit mobile version