بلخ @ps
بیات بنیاد د بلخ ولایت له وړکتون سره د خوراکې توکو مرسته وکړه
بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړکې دا ځل دبلخ ولایت له وړکتون سره د خوراکې توکو مرسته وکړه.
د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکو له بیات بنیات څخه وغوښتل، چې له دوی سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
ښاغلي بیات په دغه وړکتون کې ماشومانو ته د خوراکې توکو د مرستې تر څنګ ډاډ ورکړ، چې له دغه بنسټ سره به خپلې مرستې زیاتې کړي.
د ښاغلي بیات په وینا؛ دغه خوراکي توکي ماشومانو ته ډېر ګټور او له خوارځواکۍ یې ژغوري.
د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرستمطیع الله متین وایي، د بیات بنیاد له مرستو یوه نړۍ مننه. هیله ده، چې دغه بنسټ بې وزلو ماشومانو ته خپلې مرستې نورې هم وغزوي.
د بلخ د وړکتون مشره روح افزا اکبری وایي، دا، چې ښاغلي بیات خپله راغلو او زمونږ د ماشومانو پر سرونو یې د مهربانۍ لاس راکښلو ، یو جهان مننه کوم.
د حمامونو نشتون او همداراز د پخلنځې او لیلیې وسایلو نشتون هغه موارد دي، چې د بلخ وړکتون ورسره مخامخ دی؛ خو اوس د بیات بنیاد وعده کړي، چې دغه ستونزه به حل کړي.
د بیات بنیات مشر انجینیر احسان الله بیات د دغه وړکتون له چارواکو سره د کتنې پر مهال هوډ وکړ، چې د بلخ له وړکتون سره به خپلې مرستې جاري وساتې.