تازه خبرونه

بیات بنیاد د سمنګان پر اړمنو خوراکي توکي ووېشل

Published

on

بیات بنیاد په سمنګان ولایت کې سلګونه بېوزله او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

د هېواد په اوسنیو ستونزمنو اقتصادي حالت کې بیات بنیاد بریالی شو، چې د خپلو مرستو لړۍ سمنګان ولایت ته ورسوي او دلته پر اړمنو خلکو ژمنۍ مرستې ووېشي.

 د بیات بنیاد سیمه ییز مسوول ثاقب ويلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې موخه یې د اړمنو کورنیو او خلکو لاسنیوی دی.

په شمال کې د بیات بنسټ استازی ثاقب وایي: د بیات بنسټ ژمنۍ مرستې، اوړه، وریجې  او غوړي په کې دي؛ نن د دغه ولایت په ایبک ښار کې اړمنو کورنیو او بېوسه خلکو ته ووېشل شوې.

د بیات بنسټ د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دا ژمنۍ مرستې د یوې تر سره شوې سروې له مخې پر اړمنو کورنیو ووېشل شوې.

له دې سره هممهاله، هغو اړمنو او بېوزله کورنیو، چې دا مرستې ترلاسه کړي؛ له بیات بنیاد څخه خوښ دي او غواړي، چې نور مرستندویه بنسټونه هم د ژمي په دې ستونزمنو شپو او ورځو کې د مرستې لاس ورکړي.

د مرستې تر لاسه کوونکی فراهالدین وایي؛ داسې خلک شته، چې مرستو ته ډېر اړ دي.

نوموړي زیاته کړې: دمګړۍ مونږ د سمنګان اوسیدونکي بېوسه او بې وزله یوو؛ د خوراک لپاره ډوډۍ نه پیدا کیږي او معاش هم نلرو.

اړمنه جمیله نومې وایي: اقتصاد مو ځپل شوی او میړه مې هم کار نکوي او پر کور ناست دی. دغه مرسته، چې بیات بنیاد کړېترې مننه کوو.

محمد افضل نومي اړمن ویلي؛ له بیات بنیاد مننه، چې له مونږ خوارانو سره یې مرسته وکړه او غواړو، چې مرستې یې روانې وساتل شي.

د هېواد په شمال زون کې یو شمېر هېوادوال د بیات بنیاد له مرستو پر هرکلي سربېره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د لوی جومات امام ذبیح الله وایي: لومړی به له بیات بنیاد مننه وکړم، چې خوار او بېوسه خلکو ته یې مرسته و کړه او ترې غواړم، چې خپلې مرستې روانې وساتي. دغه راز له نورو مرستندویانو هم غواړی، چې له خوارانو سره ورته مرسته وکړي.

د بیات بنسټ مسوولینو ويلي، له اړمنو کورنیو سره مرستې به یې دوام ولري او ډېر ژر به په نورو ولایتونو کې هم له اړمنو سره ورته مرستې وشي.

Trending

Exit mobile version