پرمختګ او بشپړتیا

بیات بنیاد د لوگر ولایت له اړمنو کسانو سره ژمنۍ مرستې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اوسني وضعیت ته د لاسرسۍله پاره د ځینو شنونکیو په وینا؛کړکیچن دی، بیات بنیاد د ژمنیو مرستو بهیر پراخه کړی، چېډېربېوزلي دخپلومرستو تر چتر لاندې راولي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل په لوگر کې بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش پر مهال نورو ولایتونو اړمنو کسانو ته همد مرستورسولو کار مهم وباله.

د لوگر والي محمد حلیم فدایی ، ناسم اقتصادي وضعیت او وزگارتیا د دغو کورنیو د بېوزلۍ اصلي عامل بولي او د بیات بنیاد له مرستو مننه کوي.

د لوگر د ولایتي شورا رییس سید قریب الله سادات د بیات بنیاد مرستې ‎په اوسنیو شرایطو کې د اړمنو کسانو د ژوندانه د ښه والي له پاره اغېزمنې ونوولې.

څه باندې یوه لسیزه کیږي،چې په مرکز او ولایتونو کې د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو رسولو بهیر پیل شوی او تر اوسه یې زرگونه کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلي دي.

 

Trending

Exit mobile version