پرمختګ او بشپړتیا
بیات بنیاد د لوگر ولایت له اړمنو کسانو سره ژمنۍ مرستې وکړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل په لوگر کې بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش پر مهال نورو ولایتونو اړمنو کسانو ته همد مرستورسولو کار مهم وباله.
د لوگر والي محمد حلیم فدایی ، ناسم اقتصادي وضعیت او وزگارتیا د دغو کورنیو د بېوزلۍ اصلي عامل بولي او د بیات بنیاد له مرستو مننه کوي.
د لوگر د ولایتي شورا رییس سید قریب الله سادات د بیات بنیاد مرستې په اوسنیو شرایطو کې د اړمنو کسانو د ژوندانه د ښه والي له پاره اغېزمنې ونوولې.
څه باندې یوه لسیزه کیږي،چې په مرکز او ولایتونو کې د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو رسولو بهیر پیل شوی او تر اوسه یې زرگونه کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلي دي.