تازه خبرونه

بیات بنیاد د میدان وردګ ولایت سلګونه اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسولې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۴۰۰)

 د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ دغه بنسټ د میدان وردګ ولایت سلګونه اړمنو کورنیو ته اوړه، وريجې او غوړي ووېشل.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان د ژمنیو مرستو په لړ کې د میدان وردګ ولایت مستحقو کورنیو ته د مرستو د وېشلو پرمهال ویلي؛ دغه ژمنۍ مرستې، چې اوړه، غوړي او وريجې په کې دي له سروې وروسته پر مستحقو او اړمنو کورنيو ووېشل شوې.

نوموړي ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد پاتې لږ شمې ولایتونو ته هم خپلې ژمنۍ مرستې ورسوو.

د ميدان وردګ ولایت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په اوسنيو شرايطو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د بيات بنیاد مرستې يې په اوسنیو شرایطو کې اغېزناکې وبللي.

له دغو مرستو برخمن شوي کسان له نورو مرستندويه ادارو هم غواړي، چې په دې ستونزمنو حالاتو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

دغه مرستې په داسې حال کې اړو کسانو ته رسیږي، چې په دې سوړ ژمي کې د بېکارۍ او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده، چې بیات بنیاد له تېرو څه نا څه شل کلونو راپدیخوا هر ژمی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو ته خپلې ژمنۍ مرستې د لاسنیوي لپاره رسوي.  

Trending

Exit mobile version