تازه خبرونه

بیات بنیاد د هرات له زلزله ځپلیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۲)

بیات بنیاد د هرات له زلزله ځپلیو سره د خوراکي توکو د څه باندې ۱۵ زره کڅوړو او نغدو پیسو مرسته وکړه.

بیات بیناد هره ورځ د هرات زلزله ځپلیو کورنیو ته خوراکي توکي برابروي؛ تر اوسه پر دغو کورنیو څه باندې ۱۵ زره کڅوړې خوراکي توکي وېشل شوي دي.

دغه راز دغه بیناد مسوولینو نن د هرات په حوزوي روغتون کې د زلزلې له قربانیانو سره نغدي مرسته وکړه. په دې زلزله کې، چې نن سهار وشوه له ١٤٠ څخه زيات کسان ټپيان شوي، چې ټول د هرات ولايت روغتون ته ليږدېدلي دي.

 د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل ويلي، هره ورځ په زلزله ځپلیو سیمو کې له زرو زیاتو کسانو ته خواړه رسوي.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وایي: مونږ دلته راغلي يوو. له بده مرغه وضعیت خورا بدمرغه دی. خلک ډېر خفه دي. انساني تلفات ډېر دي. ډېره ویجاړي رامنځته شوې ده. بیات بنیاد تل دې ډول پېښو ته ځان لومړی رسوي. له نېکه مرغه مونږ له دوه درې ورځو راپدیخوا یو نیم زر کسانو ته خوراکي توکي وېشلي دي. نورې مرستې به هم ژر راورسېږي.

له زلزله ځپلیو سيمو يو شمېر اوسیدونکي د خيريه موسسو له لوري له رالېږل شويو خوراکي توکو څخه خوښ دي.

زلزله ځپلی تاجمیر وايي، چې اوسمهال د خوراکي توکو د چمتو کولو وس نه‌لري او هره ورځ په منظم ډول خوراکي توکي ترلاسه کوي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په زلزله ځپلو سیمو کې مخابراتي انتن هم درولی، چې خلک او مرستندویه ادارې وکولی شي خپلې مرستندویه چارې اسانه ترسره کړي.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وایي: له نېکه مرغه نن د افغان بېسيم مسوولينو او د هرات ولايت مسوولينو وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه دلته د انتن یوه ستن ولګوي.

په هرات کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت حوزوي رييس نثار احمد رحیمي وایي؛ پخوا په دې سيمه کې هيڅ مخابراتي شرکت نه و. له نېکه مرغه افغان بېسیم لومړنی مخابراتي شرکت دی، چې ژر تر ژره یې دلته خپل وسایل چمتو او د زنده جان ولسوالۍ د خلکو لپاره یې انتن ولګاوه.

بیات بنیاد تل په بېړنیو حالاتو کې له نغدي پیسو نیولې تر جامو او خوراکي توکو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version