تازه خبرونه
بیات بنیاد د پکتیکا ولایت له سلګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
د پکتیکا ولایت بېوزله کورنۍ، چې له بد اقتصادي وضیعت سره مخ دي؛ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې.
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ د پکتیکا ولایت اړمنو کورنیو د اوړو، وریجو او غوړیو په ګډون د اړتیا وړ توکي تر لاسه کړل.
په سویل ختیځ زون کې د بیات بنیاد مسوول سلام شریفي څرګنده کړې؛ د بنياد بيات د ژمنيو مرستو په لړ کې مو دا ځل د پکتيکا ولايت بېوزلو کورنيو ته مرستې رواړې دي، چې سروې یې مخکې شوې وه. په دې مرستو کې ورېجې، اوړه او غوړي شامل دي، چې پر اړمنو خلکو وېشل کېږي.
د نوموړي د څرګندذونو له مخې؛ د مرستو موخه یې په هېواد کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی دی، چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې مو هم د غه لړۍ روانه ده.
هغو کسانو، چې د بیات بنیاد مرستې تر لاسه کړي؛ خوښ دي او وایي، چې په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې دغه بنسټ تل د بېوولو لاسنیوی کړی.
دوی له نورو مرستندویه بنسټونو هم غوښتي، چې ورته مرستې دې وسره وشي.
د پکتیکا اوسیدونکی حضرت محمد ویلي؛ له بيات بنياد ډېره مننه کوو، چې مونږ ته يې مرستې را کړې. دلته خلک ډېر غريبان دي او هيڅ وس نلري. دوی ته دې الله ج اجرونه ور کړي، چې خپلې مرستې یې تر موږ راورسولې.
د دې ولایت یو بل اوسیدونکي نور محمد نومي ویلي؛ له بیات بنياد بيات مننه کوو، چې مرستې يې راسره وکړې له نورو موسسو هم غواړو، چې دا ډول مرستې وکړي، چې د خلکو ستونزې پرې لږ څه حل شي.
سراج الدین نومي ویلي؛ ډېر خوشحاله يم، چې مرسته راسره شوې او مننه ترې کوو. مونږ په کور کې د خوراک څه نه لرل؛ الله پاک دې دوی خوشحاله لري.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایتي چارواکي بیا د بیات بنیاد لخوا له بېوزلو کورنیو سره له مرستې کولو مننه وکړه او وایي، چې خلک په ډېر بد وضیعت کې دي او نور خیریه بنسټونه دې هم له اړمنو خلکو سره ورته مرستې وکړي.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس وایي: له بنياد بيات ډېره مننه کوو، چې په اوسني وخت کې يې د پکتيکا ولايت اړمنو کورنيو ته مرستې را ورسولې؛ کور يې ودان. دوی له نورو خيريه موسسو هم غواړي، چې دې ولايت ته دې دا ډول مرستې راولېږدوي او پر اړمنو خلکو دې يې ووېشي.
د بیات بنیاد مسوولین وايي، چې پر پکتیکا سربېره یې په هرات، بلخ، ننګرهار، غزني، خوست، کندوز، کندهار او بامیانو ولایتونو کې هم پر اړمنو کورنیو مرستې وېشلي او دا لړۍ به پاتې ولایتونو ته هم ورسوي.
بیات بنیاد هر کال په ټول هېواد کې له اړمنو خلکو سره مرستې کوي، چې د مرستو دا لړۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته رسېږي او د دې ترڅنګ په ولایتونو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، د جوماتونو، روغتیايي مراکزو او ښوونځیو جوړولو په برخه کې یی کار کړی دی.
