تازه خبرونه

بیات بنیاد له پروان پوهنتون سره د اړینو توکو مرسته وکړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بیات بنیاد تېر کال د پوهنتونونو لپاره د کتابونو او نورو اړینو توکو د وېش طرحه جوره کړه. د دې طرحې پر بنسټ تراوسه دې بنیاد د هېواد له یوشمېر پوهنتونونو سره اړینې مرستې ترسره کړې دي.
د دې مرستو په دوام بیات بنیاد د پروان پوهنتون ته با کیفیته او معیاری څوکۍ محصلینو ته ورکرې.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمداسماعیل د دې مرستو د وېشلو پر مهال وویل، چې:
بیات بنیاد د پروان پوهنتون د حالت ښه والي او نوموري پوهتون ته د شته ستونزو دحل لپاره د زیاتو مرستو ژمنه وکړه.
دا مرسته یو شمیر زیات معیاري او با کیفیته څوکۍ او خیمې دي.
ددې پوهنتون یو شمیر استادان او محصلین د بیات بنیاد له دې مرستو څخه په مننه وایي، چې وړاندې له دې محصلینو په خلاصه فضا کې درس لوست او د څوکیو نشتون او د ځای له نامناسبوالي سره مخ وو.
د دې پوهنتون استادان د بیات بنیاد څخه د قدردانۍ او مننې ترڅنگ،ددی بنیاد مرستې له پروان پوهنتون سره ډېرې ګټورې بولي.
د پروان پوهنتون استاد دکتور سید نورمحمد عابدی وایي، چې د لوړو زدکړو وزارت په دې پوهنتون کې انسانی کیفیت لوړ کړی؛ خو سم ظرفیت جورونه یې نه ده کرې.
د دې پوهنتون محصلینو هم د بیات بنیاد له پاملرنې خوښي څرگنده کړه.
هغوی په دې برخه کې له بیات بنیاد څخه د بېرنۍ مرستې غوښتنه کړې وه، چې د دې اړتیا په پام کې له نیولو سره بیات بنیاد د دوه اوونیو په ترځ کې په چټکه توگه باکیفیته معیاري ځوکۍ او خیمې مرسته ورسره وکړه.
بیات بنیاد له هغه بنستونو څخه دی، چې تراوسه یې د پوهنې او لوړو زدکړو په برخه کې ډېر بنستیز کارونه کړي او دا بهیر اوس هم دوام لري.

Trending

Exit mobile version